IQNA

د انګلستان حکومت د مسلمانانو پر ضد ددښمنۍ نوی تعری تصویبوی

6:55 - December 18, 2025
د خبر لمبر: 3492177
د انګلستان حکومت د مسلمانانو پر وړاندې د دښمنۍ د نوي تعریف د تصویب په درشل کې دی؛ داسې تعریف چې ظاهرا «له اسلامه د ویرونې » اصطلاح پکې نه ده شامله.

زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکوي، د انګلستان حکومت د مسلمانانو پر وړاندې د دښمنۍ د تعریف یوه مسوده ارزوي چې پکې د «له اسلامه د ویرونې  » اصطلاح نه ده کارول شوې.

ځینو فعالانو استدلال کړی چې له  اسلامه د ویرولو پروسې  د مفهوم هر ډول ملاتړ «کېدای شي پر دین  پخپله نیوکه کول ستونزمن کولی شي». په داسې حال کې چې د هغې کاري ډلې غړي، چې د دې تعریف د وړاندې کولو هڅه کوي، وایي دا تعریف د قانوني کرښو له تېرېدو پرته د وګړو  پر ملاتړ تمرکز لري.

دا کاري ډله د تېر کال په فرورۍ میاشت کې د مسلمانانو پر وړاندې د دښمنۍ د یوه عملي تعریف د وړاندې کولو لپاره جوړه شوې او خپل وړاندیز ئې د اکتوبر په میاشت کې حکومت ته وسپاره.

که څه هم دا تعریف به قانوني  بڼه و نه لري، خو داسې چوکاټ به رامنځته کړي چې حکومتي  ادارې وکولای شي د هغه له لارې دا روښانه کړي چې کوم ډول چلند د مسلمانانو پر وړاندې د نه منلو وړ ګڼل کېږي، او همداراز چارواکو سره به مرسته وکړي چې د مسلمانانو پر وړاندې تعصب او د کرکې له امله رامینځته کېدونکي جرمونه درک او اندازه کړي.

د دې تعریف د مسودې له مخې،  اسلام ضده احساسات هغه عمل ته ویل کېږي چې پکې کسان په جنائي کړنو لاس پورې کوي یا نور ورته هڅوي؛ لکه تاوتریخوالی، د شتمنیو زیانمنول، ځورونه یا وېروونه—که فزیکي وي، که لفظي، لیکلي یا   ا نټرنیټي —پر مسلمانانو یا پر هغو کسانو چې د دین ، توکم یا ظاهري بڼې له مخې مسلمان ګڼل کېږي.

د انګلستان د حکومت له‌خوا معرفي شوې کاري ډلې تېره اوونۍ د کور جوړونې وزارت له‌خوا وړاندیز شویو اصلاحاتو د څېړلو لپاره غونډه وکړه. د بحث له موضوعاتو څخه یوه دا وه چې ایا د «نژادپالنې» یا د ډله‌ییزې نژادپالنې اصطلاح باید د مسلمانانو پر وړاندې د دښمنۍ په تعریف کې وکارول شي که نه.

د کارګر ګوند، وروسته له دې چې په ۲۰۱۹ کال کې ئې د پخواني محافظه‌کار حکومت هغه ګډ وړاندیز رد کړ—چې اسلام‌هراسي یې «د نژادپالنې یوه بڼه بللې وه چې د مسلمانانو څرګندونه یا بڼه په نښه کوي»—ژمنه کړې وه چې له  اسلامه د ویرونې  یو نوی تعریف به وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4323596/

captcha